کابل کې د فوتسال سیالیو په لړ کې تېره ورځ(سې شنبې د لړم په ۱۳مه نېټه) فیصل شریف، ظاهر اسد، صداقت، رسنیو، جوانان میهن، شهید نسیم، وي آی پی او شریفي لوبډلو سره سیالي وکړه.
دغو لوبډلو په وار سره خپلو سیالانو سره میدان ته ولاړې چې لومړۍ لوبه د ظاهر اسد او فیصل شریف ترمنځ وه چې بریا هم ۴ د ۳ پر وړاندې فیصل شریف ته ماته ورکړه.
دوهمه لوبه کې هم صداقت ۸ د ۲ پر وړاندې د رسنیو لوبډلې ته سخته ماته ورکړه، دریمه لوبه هم د جوانان میهن د شهید نسیم لوبډلې ته ۲ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه.
په دې سره څلورمه لوبه هم د وي ای پي او شریفي سپورټ ترمنځ وه، چې په کې وي ای پي ۶ د ۲ پر وړاندې بریا خپله کړه.
کابل کې د فوتسال سیالۍ کابو لس ورځې مخکې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې لا هم دوام لري.
په دې اړه مو اندونه