د افغانستان د والیبال غوره لیګ چې نهه ورځې مخکې په کابل کې پیل شوی و، پایته ورسید.
د دغه لیګ وروستۍ لوبه تېره شپه(چهارشنبې د لړم په ۲۸مه نېټه) د بلخ ام البلاد او د کابل بالاحصار لوبډلو ترمنځ وه چې بریا هم ام البلاد خپله کړه.
د لوبې پایله ۳ د ۲ پر وړاندې د ام البلاد په ګټه وه چې له دې سره یې د اتلولۍ جام هم پورته کړ.
دا هېواد کې د والیبال لومړی غوره لیګ وو چې نهه ورځې مخکې د کابل په کوربه توب ترسره شو.