د باولینګ غواري سیالۍ نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) د دوو ورځو لپاره پیل شوې.
دغو سیالیو کې نارینه او وښځینه لوبغاړو ګډون کړی او د یو بل پر وړاندې ولاړ دي.
د سیالیو اخر کې به ۱۲ غوره څېرې د هېواد د باولنیګ ملي لوبډلې ته لار ومومي.
سیالیو کې ګډون کوونکي لوبغاړي هیله څرګندوي چې د دغو سیالیو له ترسره کولو سره به د دوی مسکلي وړتیاوې لوړې شي او وکولی شي چې نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د هېواد د باولینګ فدراسیون مسوولین د غوراوي سیالیو په لاره اچول د پلازمینې لوبډلې لپاره ګټورې بولي او هېواد کې د باولینګ سپورټ د حالت پر ښه کولو ټينګار کوي.
کابل کې د باولینګ غوراوي سیالیو وروسته به د هېواد درېیو زونونو په کچه د بالینګ سیالۍ پیل شي.