Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د کرېکټ اته تنه ملي لوبغاړو په کورونا اخته شوي

په کورونا د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د اتو غړو د اخته کېدو په لړ کې، د دغې لوبډلې روزونکی وايي چې لوبغاړي کرنټين شول او اجازه ورنه کړل شوه چې هغوی د راتلوونکو لوبو د چمتوالي لپاره له ننګونو سره مخ شي.

د دغو لوبغاړو د کورونا معاینې پایله، تېره اوونۍ په نیوزیلنډ کې مثبته اعلان شوه.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله ټاکل شوې ده چې روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۸، ۲۰ او ۲۲مه نېټه له نیوزیلنډ سره درې ۲۰ اوریزې لوبې ولري. په همدې ترتیب سره، دواړه لوبډلې د ډسمبر میاشتې په ۲۶ نېټه هم دوه تسټ لوبې به ولري.

د پاکستان د کرېکټ سر روزونکی مصباح الحق په دې اړه وویل:«مسلکي لوبغاړي د چمتووالي لپاره ځانګړي چاپېریال ته اړتیا لري چې وکړای شي د تمې وړ کچو کې، کړنه ولري.»

د نیوزیلنډ د روغتیا وزارت د کړنلارو پر بنسټ، په کووېډ نولس ککړ لوبغاړي اجازه نه لري چې په تمریناتو کې ګډون وکړي.

خو د پاکستان سر روزونکی مصباح الحق وايي چې دا قوانین له روحي او فېزیکي پلوه پر لوبغاړو یې اغېزه لرلې ده:«د نیوزیلنډ هېواد قوانینو ته په بشپړه درناوي سره... دا واقعیت دی چې د ځينو مقرراتو لګول، له روحي او جسمي پلوه پر لوبغاړو اغېزه لري.»
 
له دې ټولو سره، د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سر روزونکی وايي چې هڅه کوي دغه لوبډله د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره د مخامخ کېدو لپاره چمتو کړي.

د پاکستان د کرېکټ د لوبغاړو د کورونا د معاینې پایله، تېره اوونۍ په نیوزیلنډ کې مثبته اعلان شوه.

شریک یي کړئ