Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ازادو مبارزاتو یوولسم پړاو د پیل په درشل کې

د ازادو مبارزاتو یوولسم پړاو به د جمعې په شپه(د لیندۍ په ۲۱مه نېټه) کابل کې پیل شي.

په دې سیالیو کې پنځو ایراني لوبغاړو هم ګډون کړی او له خپلو افغان سیالانو سره به قفس ته د ننه شي.

د سیالیو په لاره اچوونکی، امان الله نورستاني وايي:« دا ځل له دې پیغام سره راغلي دي چې ثابت کړي ایران هم ام ام اې لوبو کې له افغانستانه کم نه دی، او مخکې یې چې لوبغاړو د افغانستان له میدانونو پایلې ترلاسه کړې وې، ایرانیان خوښ نه وو، خو اوس یې خپل پیاوړي لوبغاړي رالېږدلي دي.»

د دغو لوبو اصلي کمربند اوس مهال د ازادو سیالیو له لوبغاړي، واحدالله نژند سره دی، خو سیال یې ذکي رسولي دی چې ورسره به لوه کوي.

ذکي رسولي د سیالۍ په تړاو څرګندوي:« لکه څنګه چې شاهد یاست زما لوبې مخکې له دې هم له واحد نژند نه ښې وې، موږ زحمت ویستی دی او انشاالله چې د جمعې په شپه به افغانستان د تاریخي لوبې شاهد وي.»

واحدالله نژند زیاتوي:« یوه دوستانه لوبه ده او موږ عام او ت ام چمتووالی نیولی دی او له خپل کمربند نه دفاع کوم له هر لحاظه چې وي چمتو یم  او د لوبې ګټونکی به وم.»

دغه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له لمر ټلویزیون نه په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د دغو لوبو اصلي کمربند اوس مهال د ازادو سیالیو له لوبغاړي، واحدالله نژند سره دی، خو سیال یې ذکي رسولي دی چې ورسره به لوبه کوي.

شریک یي کړئ