Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند فټبال غوره لیګ؛ اسلام‌الدین امیري رئال کشمیر کې لوبه کوي

افغان لوبغاړی، اسلام الدین امیري د هند آی لیګ فټبال سیالیو کې له رئال کشمیر لوبډلې سره یوخای شو.

د هند د فټبال غوره لیګ سیالۍ د راتلونکي زیږدیز کال د جنوري په نهمه نېټه پیلیږي.

د هېواد د فټبال ملي لوبډلې دغه ۳۰ کلن لوبغاړي پر خپلې تویټر پاڼې لیکلي دي:«دا یو ویاړ دی چې د رئال کشمیر لوبډلې غړی ووسې. د دغې لوبډلې د کمیس اغوستل ښه احساس لري.»

هغه زیاته کړې ده:«تازه فصل، تازه چلنج او د ای لیګ ماموریت.»

election

هغه د روان کال د جون له ۲۲مې نېټې کله چې د "ګوکولام کرالاي" لوبډلې بېل شو، بې لوبډلې و.

امیري تر اوسه د هېواد ملي لوبډلې لپاره کابو ۶۰ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. همداراز یې د ۲۰۱۱ زیږدیز کال راهیسې د هند څو لیګونو کې یې لوبه کړې ده.

د هند آی لیګ لوبې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې پیل شوې.

د هند د فټبال غوره لیګ سیالۍ د راتلونکي زیږدیز کال د جنوري په نهمه نېټه پیلیږي

شریک یي کړئ