د هېواد د لامبو ملي لوبډلې لوبغاړی فهمیم انوري د لومړي ځل لپاره د توکیو ۲۰۲۱ اولمپيک سیالیو کې به ګډون وکړي.
ښاغلی انوري وايي شپږ کاله کېږي چې د توکیو ۲۰۲۱ سیالیو لپاره چمتووالی نیولی دی او له دې مخکې په یوې کورنۍ سیالۍ کې د ۳۰ لامبوځنو له منځه لومړی مقام خپل کړی دی.
ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو څو ورځو په یوه تمریناتي پنډغالي کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.
فهیم انوري په کسیز او ډله ییزه توګه د تمریناتي پنډغالو له جوړولو سره هڅه کوي چې د توکیو په ۲۰۲۱ سیالیو کې د افغانستان په ګټه وځلېږي.
فهیم انوري وايي:«هیلې ډېرې دي چې له افغانستانه ښه استازولي وکړم او ټاکل شوې ده چې د اوو تر اتو میاشتو لپاره په روسیه کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړم هغه هم د بهرنیو روزونکو تر نظر لاندې.»
د لامبو د فډراسیون چارواکي د لامبوځنو په ځانګړې توګه د دغه ملي لوبغاړي تمرینات د قناعت وړ بولي او په په نړیوالو په ځانګړې توګه د هغه د بریا لپاره له هڅو خبرې کوي.
د لامبو د فډراسیون رییس علي قاسم حمیدي وايي:«د اولمپيک سیالۍ د نړۍ په کچه تر ټولو لوړې لوبې دي... ډاډه یم چې فهیم به ښه استازیتوب وکړي.»
ټاکل شوې ده چې فهیم انوري د جاپان توکیو سیالیو کې له حضور مخکې په عربي اماراتو او روسیه کې د خپلو سیالانو په وړاندې ځينې سیالۍ ترسره کړي.