Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عمان او بنګله دیش پر وړاندې د افغانستان فوټبال لوبو نېټه اعلان

د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي فوټبال سیالیو کې له عمان او بنګله دیش سره د افغانستان د لوبو نېټه اعلان شوه.

د اسیا فټبال کنفدراسیون تېره ورځ(سې شنبې د مرغومې په ۱۶مه نېټه) اعلان کړی چې د روان زږدیز کال د مارچ په ۲۵مه نېټه به بنګله دیش د سیلهت لوبغاړي کې د افغانستان کوربه وي.

ټاکل شوې  دا لوبه د افغانستان په وخت له غرمې وروسته ۵:۳۰ بجې پیل شي.

همداراز د افغانستان بله لوبه به له عمان هېواد سره د مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان د فټبال فدراسیون وايي چې له عمان سره د لوبې وخت او ځای نه دی ټاکل شوی.

د یاد فدراسیون د مالوماتو له مخې د نړۍ او سیمې هېوادونو کې د کرونا ویروس له کبله رامنځه شوي حالت ته په کتو، د اسیا فتبال کنفدراسیون سره به په همغږۍ له عمان سره د لوبې وخت او ځای څرګند شي.

افغانستان د امنیتي مشکلاتو له کبله نشي کولی چې خپلې لوبې په کور د ننه ترسره کړي او مخکې له دې یې په تاجکستان کې ت رسره کولې.

د افغانستان لوبډلې د  تمرین کمپ

مخکې له دې افغانستان د مرغومې میاشتې په شپږمه نېټه دوبۍ کې تمرینۍ کمپ پیل کړی و.

یو شمېر لوبغاړي چې افغانستان کې د ننه ژوند کوي، نه دي توانیدلي چې د کرونا ویروس محدودیتونو له کبله په دغه کمپ کې ګډون وکړي.

خو د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې، روزونکي، انوش دستګیر ویلي دي هغه لس لوبغاړي چې د افغانستان فټبال غوره لیګ کې ښه ځلیدلي وو، ملي لوبډلې ته اضافه کړي دي.

د اسیا فټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې د روان زږدیز کال د مارچ په ۲۵مه نېټه به بنګله دیش د سیلهت لوبغاړي کې د افغانستان کوربه وي

شریک یي کړئ