د سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د امید داله لوبډلې ماتې وروسته، د «کابل جام» سیالیو اتلولي خپله کړه.
د امید داله یو پر درې د سرې میاشتې له لوبډلې ماته منله او د دغو سیالیو دویم مقام یې خپل کړ.
په دغو سیالیو کې پنځوسو مېرمنو د څلورو لوبډلو په چوکاټ کې له کابله ګډون کړی وو او د درې ورځو لپاره یې سیالي وکړه.
د هېواد د والیبال ښځینه لوبغاړې د سراسري سیالیو لپاره د چمتووالي او همدارنګه ملي لوبدلې ته د غوره څېرو د پېژندلو لپاره د دغه راز سیالیو ترسراوی ګټور ګڼي.