د افغانستان کرېکټ څلور لوبغاړي له ایرلنډ سره د لوبې لپاره عربي متحده اماراتو ته ولاړ.
افغان کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه څلور نور توپ اچوونکي، قیس احمد، فضل حق، حمزه هوتک او فرید ملک هم د متحده عربي اماراتو پر لوري ولاړل.
ټاکل شوې ده دغه لوبغاړي د توپ اچونې په ډګر کې د لوبډلې د چمتووالي په موخه له یادو توپ اچوونکو ګټه پورته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو امارات ته له رسېدو وروسته تېره ورځ یې خپلې تمریناتي چارې پیل کړې.
د کرېکټ بورډ په وینا، افغان لوبغاړي به له اېرلنډ سره د جنورۍ پر ۲۱مې، ۲۴مې او ۲۶مې درې ۵۰ اوریزې لوبې د افغانستان په کوربتوب په شیخ زاید ابو ظبي لوبغالي کې ترسره کړي.
له دې سره سم، راشدخان، محمد نبي عیسی خېل او مجیب الرحمان ځدراڼ به هم چې په بېګ باش لیګ کې لوبېږي دغو سیالیو ته ځانونه وروسوي.