Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرېکټ ملي لوبوډلې له اېرلنډه د پنځوس اوریزو سیالیو جام خپل کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۵۰ اوریزه نړ یواله سیالۍ کې اېرلنډ ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د لوبې جام خپل کړ.

افغان لوبغاړو دا ځل اېرلنډ ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې اېرلنډ د توپ وهنې په برخه کې لوبه پیل کړه او د ۹ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره په ۵۰ اورونو کې د ۲۶۰ منډو هدف افغان لوبغاړو ته وټاکه.

خو افغان لوبغاړو بیا د رحمت شاه او حشمت الله شهیدي په ځلېدو سره سیاله لوبډله د ۷ وېکټو په توپیر له مخې لرې کړه.

د اېرلنډ لوبډلې په استازیتوب د توپوهنې په پاڼۍ کې پاول سټېرلنګ ۱۲۸، کورټس کمفر ۴۷ او هېري ټکر ۲۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري نوین الحق څلور ویکټې، مجیب الرحمن درې ویکټې، ګلبدین نایب او راشدخان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې افغان لوبغاړو د هدف د پوره کولو په موخه پاڼۍ پیل کړه چې له منځه یې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي ډېر ښه وځلېدل او په ترتیب سره یې ۱۰۳ ناسوځېدلې او ۸۲ منډې وکړې او دغه راز نوموړو د ۱۸۴ منډو ملګرتیا هم وکړه چې له امله یې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر په ۴۵،۲ اورونو کې بریا خپله کړه.

کرېکټ بورډ وايي چې افغان پیلوونکو توپوهونکو رحمن الله ګربز او جاوید احمدي هم نسبتاً غوره پیل وکړ چې بیا یې هر یوه په ترتیب سره د ۳۱ او ۱۶ منډو له ترلاسه کولو وروسته ویکټې له لاسه ورکړې.

د ایرلنډ په استازیتوب سیمي سېنګ، بیري مک کارتي او کورتس کمپهر یوه-یوه ویکټ واخیسته، خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د دغې لوبې غورله لوبغاړی رحمت شاه چې ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې یې ترلاسه کړې وې وټاکل شو.

شریک یي کړئ