Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان کرېکټ لیګ: د دغه لیګ لومړنۍ لوبه «کراچي کېنګز» وګټله

د پاکستان د کرېکت د غوره لیګ شپږم پړاو سیالیو کې، د کراچي کینګز لوبډلې وکړای شول چې د کویټه کلاډیاټور لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د تېرې شپې په لوبه کې(شنبې، د کب په دویمه) د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسي خېل چې په کراچي کېنګز او قیس احمدي چې د هېواد د کرېکټ بل لوبغاړی دی په کویټه ګلاډیاټورز لوبډله کې لوبېږي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان غوره لیګ سیالۍ تر یوې میاشتې د پاکستان د کراچۍ په ملي لوبغالي کې، هره ورځ دوام ورکړي.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې کویټه ګلاډیاټور د توپ اچونې په برخه کې پیل او په شلو اورونو کې یې ۱۲۱ منډې د سیالې لوبډلې لپاره هدف وټاکه.

په مقابل کې د کراچي کېنګز لوبډله د محمد نبي له ښې ځلېدنې سره تعیین شوی هدف یې ترلاسه او بریالي شول.

قیس احمد چې د کویټه ګلاډياټورز لوبډله کې توپ وهنه کوله وتوانېد چې د خپلې لوبډلې په ګټه په ۱۳ توپونو کې ۱۶ منډې جوړې کړي.

هغه همدارنګه د توپ اچونې په برخه کې په درې اورونو کې ۴۳ منډې سیالې لوبډلې ته ورکړې.

محمد نبي په دغې لوبه کې وتوانېد چې په ۱۴ توپونو کې ۳۰ منډې جوړې کړي.

د کراچي کېنګز لوبډلې لوبغاړی ارشاد اقبال هم د دغې لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

د پاکستان په سوپر لیګ کې، راشد خان په لاهور قلندرز او مجیب ځډران په پشاور زلمي، محمد نبي او نور احمد د کراچي کېنګز او قیس احمد په کویټه ګلاډیاټورز لوبډلو کې حضور لري.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه له لمر ټلوېزیون څخه خپرېږي. 

شریک یي کړئ