Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځينه تکواندوکارانو سیالیو کې د'ابریشم درخشان' لوبډلې اتلولي

د ښځو د تکواندو سیالۍ چې د یکشنبې (د کب په درېیمه نېټه) بېلابېلو وزنونو کې د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، د «ابریشم درخشان» لوبډلې په اتلولۍ سره پایلته ورسېدې.

د تکواندو سیالیو کې نرګس حسیني غوره لوبغاړې او نعمت الله حبیبي د غوره روزونکي په توګه وپېژندل شول او غوره لوبډلې هم د بدني روزنې او تکواندو فدراسیونونو لخوا وستایل شوې.

د دغو سیالیو په لاره اچوونکی، وحیدالله بیات څرګندوي:«ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د دغې رشتې نړیوالې لوبې ترسره شي او موږ له دې ډلې غوره څېرې ټاکو.»

تکواندوکارې نجونې د ښځینه تکواندو ودې لپاره اغېزمنې بولي خو دې برخې ته د مسوولین له نه پامه نیوکې کوي.

تکواندوکاره، مرضیه حمیدي وايي:«ورزشکارانو ته پاملرنه نه کیږي، دوی ته ارزښت نه ورکول کیږي او موږ په سختو شرایطو کې تمرین کوو او د حکومت لخوا هېڅ نه هڅول کېږو.»

مسوولینو په وینا دغه سیالۍ د ملي ټیم لپاره د غوره څېرو ګمارنې په موخه په لاره اچول شوې وې.

د تکواندو سیالیو کې نرګس حسیني غوره لوبغاړې او نعمت الله حبیبي د غوره روزونکي په توګه وپېژندل شول

شریک یي کړئ