Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوه ښځينه غره ختوونکې له بري سره د بابا غره لوړې څوکې ته وختې

تمنا جهان او نازیمه خیرزاد لومړنۍ مېرمنې دي چې د سې شنبې په ورځ (د وري په ۲۴مه) بامیان ولایت کې د بابا غره لوړه څوکه - شاه فولادي - له ۵ زره او ۱۴۰ مټر لوړوالي سره فتح کړه.

دغو دوو غره ختوونکو مېرمنو له یوه کال راهیسې د «پیک» غره ختوونکې ډلې سره خپل تمرینات پیل کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غره ختوونکو دغې ډلې، په تېرو کلونو کې هم بامیان کې د شاه فولادي څوکې د فتحې لپاره دوه ځلې ناکام ختل درلودل.

خو دا ځل دغو غره ختوونکو مېرمنو له غزني، بدخشان، کابل او بمیان ولایتونو څخه له شپږو نرینه غره ختوونکو سره چې مشري یې، تخنیکي مسوول سیدعلي شاه فرهنګ او د دغې ډلې بنسټ اېښودونکي محمد حسین یاسا درلوده د شاه فولادي څوکه فتح کړه.

نن دغې ډلې د بامیان ولایت له مالي او اداري مرستیال عتیق الله عتیق سره ولیدل.

ښاغلی عتیق په بري سره دغې لوړې څوکې ته د مېرمنو ختل، د غره ختو سپورټ د ودې په برخه کې مهمه لاسته راوړنه وګڼله.
  
شریک یي کړئ