د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې، د شنبې پر شپه (د غبرګولي په ۸ مه) سنګاپور سره دوستانه سیالي، یو د یو پر وړاندې پایلې سره مساوي کړه.
دا سیالي چې د متحدهعربي اماراتو په دوبۍ ښار کې وشوه، په ۴۰ مه دقیقه کې یې، د سنګاپور لوبډلې ګول وکړ او هغه مهال افغان لوبغاړو کوم ګول نه وو کړی.
خو افغان لوبغاړي زبیر امیري، د حسین زماني په پاس ، د سیالۍ په ۵۸ مه دقیقه کې ګول وکړ.
همدغلته دوبۍ کې څلور ورځې وړاندې د سهشنبې پر ورځ، افغان لوبډلې؛ درې د دوه پر وړاندې پایلې سره د اندونیزیا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د کورونا له کبله، د یو نیم کال ځنډ نه وروسته، دا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دویمه سیالي وه، چې سنګاپور سره یې وکړه.
بلخوا ټاکل شوې، د فوټبال د ۲۰۲۲ کال نړۍوال جام او د ۲۰۲۳ کال د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالیو کې، افغان لوبډله، د پنجشنبې پر شپه، قطر کې، له بنګلهدیش لوبډلې سره سیالي وکړي.
تر دې وړاندې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوشدستګیر ویلي وو، چې افغان لوبډله د دغو دواړو جامونو مقدماتي سیالیو کې لوبېدو ته چمتو ده.
افغان لوبغاړو، د ۲۰۲۲ کال نړۍوال او د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام مقدماتي سیالیو کې ځلېدو لپاره، په متحدهعربي اماراتو کې تمرینونه هم کړي دي.