Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رویال کابل لوبډله د کابل مېرمنو د فوتبال غوره لیګ اتله شوه.

د کابل مېرمنو د فوټبال غوره لیک په دوو میاشتو کې د کابل ښار د اتو لوبډلو ترمنځ له ۳۶ سیالیو وروسته بالاخره تېره ورځ (سې شنبې د غبرګولي په ۱۱مه) د «رویال کابل» لوبډلې له اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

په دغو سیالیو کې د «شریفي لوبډلې» دویم مقام خپل کړ. 

تېر کال هم د رویال کابل لوبډله د دغو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د کابل مېرمنو د فوټبال غوره لیګ د لومړي ځل لپاره په معیاري توګه جوړ شوی و.

د رویال فوټبال لوبډله له شپږو پرله پسې بریاوو او ۱۸ امتیازونو او د هېڅ ګول خوړلو له ریکارډ سره، د دویم ځل لپاره په پرله پسې توګه د کابل د مېرمنو د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه او له دغو بریاوو سره وتوانېدل چې د هېواد د مېرمنو د قهرمانانو لیګ په سیالیو کې د حضور جواز هم ترلاسه کړ.

د کابل غوره لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د اتو لوبډلو په حضور سره جوړ شو.

د رویال کابل لوبډلې لوبغاړې ادبیا ګنجي وايي:«امتیازي لیګ و هرې لوبډلې چې کولای شوای چې لوړ امتیاز ترلاسه کړي موږ ۳۱ ګلونه ووهل او هېڅ ګول مو ونه خوړ او مخته راغلو او اوس اتل شو.»

د شریفي سپورټ لوبدله هم له ۱۵ امتیازونو سره دویمه شوه او د مېرمنو د قهرمانانو په لیګ کې یې خپل حضور حتمي کړ.

د دغو سیالیو په پای کې د عدالت لوبډلې لوبغاړې زهرا فولادي د لیګ د غوره لوبغاړې او د شریفي سپورټ لوبډلې لوبغاړې منیژې سادات د ۱۱ ګولونو په وهلو سره د «ګول مېرمن» غوره کړل شوه.

د اریانا اف سي لوبډلې بنسټ اېښودونکې اریانا سعید هم وویل:«د دا ډول یوه لیګ جوړېدل واقعاً د ښځينه فوټبالرانو د ودې لپاره ډېر مهم دی او زه واقعاً ډېره ویاړم او خوشحاله یم چې زما تر نامه لاندې یوه لوبډله لوبه کوي.»

ټاکل شوې ده چې د مېرمنو غوره لیګ په ولایتونو کې هم جوړ شي.

د کابل د مېرمنو د کمېټې مسووله ارزو رحیمي وايي:«ټاکل شوې ده چې د ولایتونو غوره لوبې هم پيل شي او د دغو سیالیو اتلان، ملي سیالیو ته به راوبلل شي.»

د مېرمنو د فوټبال لوبډلې روزونکې یاسمین حیدري هم زیاتوي:«هر څومره چې لوبې او سیالۍ جوړې کړو، هومره د مېرمنو د لوبو کچه لوړېږي.»

د کابل، بامیان، هرات، سرپل، پروان، بلخ، تخار، غور، بغلان او سمنګان هغه ولایتونه دي چې مېرمنې یې په غوره لیګ کې فعالیت کوي او تر ټولو ډېر لوبغاړي هم د کابل غوره لیګ لري.

ټاکل شوې ده چې د ولایتونو په پای لوبو کې، غوره لوبډلې د افغانستان په غوره لیګ کې د حضور جواز ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ