Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دتوکیو۲۰۲۰ کال د لوبو سمبالوونکی وایي: 'بیاځلې لوبې نه‌شو ځنډولی'

د توکیو ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو سمبالوونکې کمیټې مشر، د دې لوبو لغوه کول یا نور ځنډېدل ځکه رد کړل، چې د ښارونو د حکومتونو او روغتیایي متخصصینو ترمنځ داسې شکونه پیدا شوي وو، چې ایا د کورونا وبا مهال کې به ایا دا لوبې خوندي ترسره شي که نه؟

په جاپان کې د نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې زیات خلک وایي، د کورونا وبا له کبله دې د المپیک لوبې یا لغوه او یا هم بیا وځنډول شي، هغسې چې تېر کال وځنډېدې. بل‌خوا په توکیو کې د "شېمبو" په نامه ورځپاڼې نن پنج‌شنبه داسې رپوټ خپور کړی، چې د لویو ښارونو زیات خلک هم غواړي، چې یا دې لوبې لغوه شي او یا دې بیا وځنډېږي.

خو توکیو کې د "نیک‌کان" په نامه د سپورټ ورځپاڼې سره مرکه کې، سیاستوال او د توکیو د لوبو سمبالوونکې کمیټې مشر "سیکو هاشیموتو" ویلي: "بیاځلې لوبې نه‌شو ځنډولی."

بل‌خوا د جاپانۍ ورځپاڼې "اساهي" رپوټ پر بنسټ داسې ښکاري، چې لومړی وزیر یوشیهیډه سوګا غواړي، د المپیک او پاراالمپیک تر لوبو وروسته ژر ټاکنې ترسره کړي.

د المپیک دې لوبو ته لا له وړاندې د بهرنیو نندارچیان په ورتلو بندیز لګېدلی او د لوبو لیدو ته د جاپاني نندارچیانو د ورتلو یا نه ورتلو په هکله چارواکي په یوه خوله نه‌دي. له دې‌منځه د جاپان د اقتصاد وزیر ویلي، که نندارچیانو ته لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، نو هغوی به د لوبې زړه‌راښکوونکو شېبو کې شور جوړ کړي او یو بل به په غېږ کې ونیسي، چې دا د کورونا د خپرولو خطر ډېروي.

که څه هم د نورو هېوادونو پرتله جاپان د کورونا د ډېرې خپرېدو مخنیوی کړی، خو په دې وروستیو کې په‌کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی. په ټوله کې جاپان کې ۷۴۶ زره کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له ۱۳ زرو زیات مړه شوي دي.

د جاپان ستر روغتیایي سلاکار شګرو اومي ویلي، دی او نور روغتیایي متخصصین د لوبو د ترسراوي په هکله اندېښنه لري.

ښاغلي اومي د چهارشنبې په ورځ، د جاپان د پارلمان یوه کمیټه کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د المپیک د لوبو کوربه‌توب کول عادي حالت نه‌دی.

ښاغلي اومي ویلي، د دوی مسوولیت دی، چې د لوبو ترسره کوونکو ته د خطرونو په هکله ووایي.

د توکیو ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو سمبالوونکې کمیټې مشر، د دې لوبو لغوه کول یا نور ځنډېدل رد کړل.

شریک یي کړئ