Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو ځغاستې سیالۍ کې غوره لوبغاړې معلومې شوې

دوه ورځې وړاندې کابل کې د نجونو د ځغاستې سیالۍ پیل شوې وې، چې پرون (یکشنبه د غبرګولي په ۱۶ مه) پای ته ورسېدې او درېیو برخو کې ۱۸ غوره لوبغاړې معلومې شوې.

دې سیالۍ کې د هرات، کندهار، بلخ، دایکندي او کابل ولایتونو ۸۰ نجونو لوبغاړو ګډون کړی وو. دوی له سلو څخه تر درې زره مترو پورې واټن کې سیالي کړې ده.

په دې سیالۍ کې د عمر له اړخه درېیو ګروپونو کې ۱۸ غوره لوبغاړې معلومې شوې او ورسره سیالي هم پای ته ورسېده.

د نجونو د ځغاسې ملي لوبډلي روزونکي احمد فېروز سخي‌زاده ویلي:«زموږ سیالي، ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د انتخابولو سیالي وه، چې شپږو بېلابېلو واټنونو کې مو ترسره کړه.»

لوبغاړې خوشاله دي، چې د شاوخوا درېیو کلونو ځنډ وروسته یې سیالۍ کې ګډون کړی.

له ګټونکو یوه هم نازي یاري ده، چې ‍د سلو مترو واټن سیالۍ کې اتله شوې ده.

نازیې په ۲۰۱۸ کال کې د ارجنټیان د ځوانانو المپیک لوبو کې ګډون کړی وو، چې د ۲۰۶ هېوادونو د لوبغاړو په منځ کې یې شپږم مقام ګټلی و.

نازیې ویلي: «سیالي په لوړه کچه ده، خو هغسې چې بهرني لوبغاړي تر سیالۍ، میاشت وړاندې قرنطین کېږي، زموږ بیا داسې نه وه. موږ دې سیالۍ ته یوازې یوه یا دوه اوونۍ تمرین کړی دی.»

د نجونو د ځغاستې ملي لوبډلې یوې غړې مهدیې حسیني ویلي: «تېر کال کورونا وه او وړم کال مو د امنیتي ستونزو له کبله دغسې سیالۍ جوړې نه کړای شوې. که کال کې یو وار هم داسې انتخابي سیالي وشې، نجونې به وځلېږي.»

د ځغاستې لوبغاړې وایي، د دوی د لوبې مخه کې پراته خنډونه دې لېرې کړای شي.

د ځغاستې د ملي لوبډلې یوې بلې غړې شکیلا حسیني ویلي: «د بدني روزنې له ریاسته زموږ غوښتنه داده، چې نجونو ته دې نوره اسانتیا هم برابره کړي او له هېواده بهر سیالیو کې دې د ګډون زمینه برابره کړي، چې وکړای شو هېواد ته مډالونه راوړو.»

د ځغاستې د فدارسیون مسوولان وایي، ډېر ژر به د هلکانو د ځغاستې سیالي هم جوړه شي.

شریک یي کړئ