Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فوټبال: د افغان‌نجونو لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د نجونو فوټبال ۲۰ کلنو لوبډلې، بېګاه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، تاجکستانۍ لوبډلې ته، یو د صفر په وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه. دا د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ دي، چې لا هم روانې دي.

افغانې لوبغاړې زهرا فولادي، په ۱۷ مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول وکړ.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه ازبکستان ته بایللې وه.

د افغانستان د نجونو فوټبال ۲۰ کلونو لوبډله به سبا دوشنبه د ایران لوبډلې سره مخامخ وې.

د ازبکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، د مرکزي اسیا د فوټبال دا سیالۍ، د جون په ۹ مه نېټه پیل شوې دي او تر ۱۸ مې نېټې به دوام وکړي.

افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان د دې سیالۍ ګډونوالې لوبډلې دي.

د مرکزي اسیا نړۍوال جام، د مرکزي اسیا د فوټبال ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ دی.

شریک یي کړئ