Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او هند لوبډلو لوبه سره ۱-۱ مساوي کړه

د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ اسیا ملتونو د غوراوي سیالیو په وروستۍ لوبه کې د افغانستان او هند د فوټبال لوبډلو ترمنځ د دوحې ښار د جاسم بن حمد لوبغالي په کوربتوب ترسره شوه.

د خراسان زمریانو په دغې لوبه کې دایمي ننداره نه لرله او د هند له خوا یې ډېر فشارونه وزغمل.

د لوبې لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته او په مساوي توګه پای ته ورسېده.

په دویمه نیمايي کې د خراسان زمریان لوبه ښه پيل کړه خو د دروازه ساتونکي ویس عزیزي د تېروتنې له امله د هند ملي لوبډلې د لوبې په ۷۵ دقیقه کې ګول ته ورسېده او پایله ۱-۰ شوه.

له دغه ګول وروسته د هېواد ملي لوبډله خپل یو لوبغاړی بدل او پر حسین زماني یې ډګر ته را دننه کړ چې ټول د هغې لوبې ته په تمه و.

دغه لوبغاړی چې په تېرو دوو لوبو کې ډګر ته نه وو راوتلی، د افغانستان په ملي لوبډله کې له خپل لومړني حضور سره ښه وځلېد او د لوبې په ۸۲ دقیقه کې وتوانېد چې لوبه د یوه ښه ګول له وهلو سره مساوي کړي.

بالاخره لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده .

له دغه پایلې سره افغانستان په E ګروپ کې په دغو سیالیو کې ۶ امتیازونه خپل کړل او له هند څخه د یوه امتیاز کموالي له امله د ډلې په څلورم ځای کې ودرېد او د اسیا جام ملتونو ته د لارې موندنې له لاسه ورکړي او د دغو سیالیو پلې اف ته سترګې پلار پاتې شي.

د یادولو ده چې په نننۍ لوبه کې چې د هانګانګ او بحرین لوبډلو ترمنځ ده که چېرې د بحرین لوبډله بریالۍ شي د افغانستان ملي لوبډله به په مستقیمه توګه د دغو سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړي.  
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه