Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او تاجکستان د نجونو فوټبال لوبډلو سیالي

د افغانستان د نجونو د فوټبال ‍۱۷ کلنو لوبډله، د مرکزي اسیا سیالیو په دوام سره، نن د تاجکستان په دوشنبه کې د تاجکستان له لوبډلې سره مخامخېږي.

دا لوبه به د کابل په وخت نن شپه ۹ بجې او ۱۵ دقیقې پیل شي.

دې سیالیو کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه ایران سره وکړه چې ۶ د صفر په وړاندې پایلې سره یې وبایلله.

د افغان لوبډلې روزونکې سمیه حماس وايي:«ایران سره زموږ لومړنۍ لوبه وه او موږ له لارو سره چارو بلد نه وو.»

اغلې حماس ویلي:«موږ هیله لرو چې نننۍ لوبه به وګټو.»

په تاجکستان کې دا لوبې د جون په ۳۰ مه پیل شوې دي اود جولاي تر ۹ مې به روانې وي.

د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان لوبډلې په‌کې ګډون لري.

د مرکزي اسیا فوټبال دا سیالي د مرکزي اسیا د غړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ وي.

د افغانستان او تاجکستان د نجونو د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلو سیالي به نن شپه د کابل په وخت شاوخوا نهه بجې وي.

شریک یي کړئ