د هرات ولایت د بایسکل ځغاستې یوې شپږ کسیزې ډلې څه باندې زر کیلو مټره لار په ۱۱ ورځو کې کچ کړه او د دوشنبې په ورځ کابل ته راورسېده.
د هرات د بایسکل ځغاستې فډراسیون رییس، سید عبدالله فضلي د دغه کار موخه د سولې، دوستۍ، یو بل منلو او د هېواد د ابادۍ پيغام رسول ګڼي.
هراتي بایسکل ځغلوونکو د فراه، کندهار، هلمند، نیمروز، غزني، زابل او وردګ ولایتونو له کچ کولو سره نن کابل ته راورسېدل.
د هرات د بایسکل ځغاستې فډراسیون رییس سیدعبدالله فضلي په دې هکله وویل:«زموږ سفر د سولې او یو بل منلو ترنامه لاندې د تلې په ۱۵مه نېټه پيل شو او موږ تر کابله زر کیلومټره لار کچ کړه.»
د سپورټ او تربیت بدني ریاست سرپرست نظرمحمد مطمین وویل:«موږ د دغو لوبغاړو د کار ملاتړ کوو او له نورو لوبغاړو هم غواړو په هر ځای کې چې دي خپلو سپورټي فعالیتونو ته دوام ورکړي چې د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کړي.»
دغه لوبغاړي له حکومت او د سپورټ له ادارې غواړي چې د بایسکل ځغاستې فډراسیون ته ډېره پاملرنه وکړي.
له دې مخکې هم د هېواد ځينو بایسکل ځغاستو په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه د کابل، وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا او لوګر لارې کچ کړې وې.
په دې اړه مو اندونه