Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان کرېکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ ته څرنګه ماتې ورکړه؟

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بېګاه (دوشنبه د لړم په درېیمه نېټه) د سکاټلنډ لوبډلې ته بې‌سارې ماتې ورکړه.

د سیالۍ پیل کې د ملي سرود غږېدا او درې رنګه ملي بیرغ رپولو، ګڼ افغانان او خپله لوبغاړي احساساتي کړل – ان تر دې چې د افغان لوبډلې لوبډل‌مشر محمد نبي عیسی خېل په سترګو کې د ملي سرود غږېدا شېبه کې اوښکې راغلې، چې د خواله رسنیو کارکوونکو بېلابېلې ماناوې ترې واخېستې.

د  لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه – لومړیو دوو افغان اوپنرانو (حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد محمدي) چټکو منډو جوړولو ته ملا وتړله.

شهزاد په چټکۍ د ۲۲ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. حضرت الله ځاځي ۴۴ منډې وکړي.

نور افغان توپوهونکي هم ښه وځلېدل – نجیب الله ځدراڼ ۵۹ او رحمان الله ګوربز ۴۶ منډې جوړې کړې، چې په دې سره افغان لوبډلې د ټولو ۲۰ اورونو لوبولو سره، د سکاټلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو خورا لوړ هدف وټاکه.

د سکاټلنډ لوبې لومړیو توپوهنکو هم په لومړیو اورونو کې چټکې منډې وکړې، خو افغان توپ اچونکی مجیب ځدراڼ و، چې سکاټلنډي لوبغاړي یې د ډېرو منډو کولو او ملګرتیا نه راوګرځول.

مجیب ځدراڼ په یوه اور کې درې سکاټلنډي لوبغاړي وسوځول، چې ورپسې اورونو کې یوازې هم ده (مجیب ځدراڼ) دوه نور لوبغاړي وسوځول، چې د ټولو څلورو اورونو لوبولو سره د ۲۰ منډو په ورکولو یې د سکاټلنډ پینځه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان ارمان بیا د سکاټلنډ څلور لوبغاړي وسوځول، نوین‌الحق هم یو سکاټلنډی لوبغاړی له مخې لېرې کړ.

په دې شان پایلې سره د سکاټلنډ لوبډلې ټول ۱۰ سره لوبغاړي د یوازې ۶۰ منډو په جوړولو وسوځېدل.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بېګانۍ لوبه د ۱۳۰ منډو په توپیر وګټله.

د کرېکټ روان نړۍوال ۲۰ اوریز کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله بله سیالي راتلونکې جمعه د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه د پاکستان لوبډلې سره ده.

بریا ته غبرګونونه

د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني رانیولې د اسلامي امارت تر ویاند او منظور پښتین پورې ګڼ خلک د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په بېګانۍ بریا خوښ شول.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پر ټویټر یوه پیغام کې لیکلي:"ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرېکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي.  دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی."

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم پر ټویټر یوه پیغام کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په بري خوښې ښودلې.

مجاهد لیکلي: "د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایو. د یادې لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې کې د نورو بریاوو هیله ورته کوو. "

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر ټویټر د افغان لوبډلې د بېګاني بري په هکله لیکلي: "‏افغان ټیم ته دې بریا مبارک وي .تل دې د افغانانو د خوشالۍ سبب وګرځئ. "

د مخکیني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي مصالحې د مخکینۍ عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله تر څنګ ګڼو افغانانو په خواله رسنیو د کرېکټ ملي لوبډلې په بېګانۍ بریا خورا خوښې ښودلې.

د متحده عربي اماراتو په شارجه کې افغان کرېکټ ملي لوبدلې په روان نړيوال جام کې د سکاټلنډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

شریک یي کړئ