Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانې لوبغاړې د خپلو لوبو دوام غواړي

ځینې لوبغاړې له اسلامي امارت غواړي چې دوی ته د سپورټي فعالیتونو د دوام اجازه ورکړي.

افغانې لوبغاړې چې د خپلو تېرو کلونو لاسته راوړنو ته په اندېښنه دي، وایي اوس په بې برخلیکه حال کې دي.

د فول رزم لوبې لوبغاړې قدریه وایي:"له اوسني حکومت غواړو چې موږ ته د ښکاره فعالیت اجازه راکړي، موږ په تېرو دوو کلونو کې ډېرې خوارۍ کړې دي، نه غواړو چې بې‌ځایه لاړې شي."

د کریمې په نوم یوه بله لوبغاړې چې اوس کور کې ناسته ده وايي، ډارېږي، چې د سپورټ د دوام مخنیوی به یې وشي.

کریمې ویلي:"نن سپورټ نه شو کولی، ځکه چې هېڅ زمینه ورته برابره نه ده. موږ ډارېږو، چې که سپورټ وکړو، طالبان به راباندې برید وکړي، ان استادان هم ډارېږي او تمرین نه راکوي."

ځینې لوبغاړې په نړۍوالې ټولنې هم غږ کوي، چې د  دوی د حقونو دفاع کې مرسته ورسره وکړي.

لوبغاړې پریسا امیري وایي:"له ملګرو ملتونو او بشري حقونو غواړو چې زموږ په برخه کې غلې پاتې نه شي."

له دې سره اسلامي امارت وایي، چې لوبغاړې کولی شي د اسلامي قوانینو په اډانه کې فعالیت ولري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي:"د هېچا حق نه ضایعه کېږي، موږ هر چا ته د شریعت او اسلام په چوکاټ کې حق ورکو، نجونو ته هم حق ورکوو."

په تېرو دوو لسیزو کې ښځينه لوبغاړو پام وړ پرمختګ درلود، ان تر دې چې ځینو یې بېلابېل مډالونه هم ګټلي، خو افغانستان کې د تېر اګېسټ د ۱۵ مې نېټې تحول سره اوس دوی په بې‌برخلیکه حال کې دي.

افغانې لوبغاړې د خپلو لوبو دوام غواړي

ځینې لوبغاړې په نړۍوالې ټولنې هم غږ کوي، چې د دوی د حقونو دفاع کې مرسته ورسره وکړي..

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه