Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امن جام نننۍ لوبه کې شاهین‌اسمایي اباسین څپې ته ماتې ورکړه

په کابل کې نن د امن په نامه د فوټبال جام پیل شو چې ورسره لومړنۍ لوبه د شاهین اسمایي او د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ وشوه.

په نننۍ لوبه کې شاهین اسمایي لوبډلې درې د صفر په وړاندې پایلې سره د اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د شاهین اسمایي لوبډلې درېیو لوبغاړو، مصطفی افشار، صادق صادقي او سمیر سمندري یو یو ګول وکړ.

د امن جام سیالۍ به لس ورځې وي، چې د فوټبال غوره لیګ شپږ لوبډلې، شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، طوفان هریرود، د میوند اتلان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش په‌کې سره مخامخ دي.

د افغانستان د سپورت او بدني روزنې ریاست افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکړی چې د سپورټ پرمختګ لپاره به پوره هڅې کوي.

کابل کې د امن په نامه د فوټبال جام لومړنۍ لوبه کې د شاهین اسمایي لوبډلې د اباسین څپې لوبډلې ته په درېیو ګولونو ماتې ورکړه.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې نن د امن په نامه د فوټبال جام پیل شو چې ورسره لومړنۍ لوبه د شاهین اسمایي او د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ وشوه.

په نننۍ لوبه کې شاهین اسمایي لوبډلې درې د صفر په وړاندې پایلې سره د اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د شاهین اسمایي لوبډلې درېیو لوبغاړو، مصطفی افشار، صادق صادقي او سمیر سمندري یو یو ګول وکړ.

د امن جام سیالۍ به لس ورځې وي، چې د فوټبال غوره لیګ شپږ لوبډلې، شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، طوفان هریرود، د میوند اتلان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش په‌کې سره مخامخ دي.

د افغانستان د سپورت او بدني روزنې ریاست افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکړی چې د سپورټ پرمختګ لپاره به پوره هڅې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه