Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرېکټ کې اسټرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووتله

بېګاه (پنج‌شنبه د لړم په ۲۰ مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې، د کرېکټ روان ۲۰ اووریز نړۍوال جام کې، د اسټرالیا او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ نیمه‌پای لوبه وشوه.

دا سیالي چې د دواړو لوبډلو پلویانو ته تر بلې هر لوبې خورا زړه راښکوونکې وه، په‌کې د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته په پینځو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې وګټله او د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

پاکستاني توپ‌وهونکو خورا تېزه لوبه وکړه او په ټولو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د اسټرالیا لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

که څه هم د اسټرالیا لوبډله، په توپ‌وهنه کې د لوبې تر پینځلسم اوور ښه نه وه روانه، خو په وروستیو اوورونو کې د لوبې بڼه بېخي بدله شوه.

په پایله کې، د لوبې په نولسم اوور کې د اسټرالیا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره کړ او له پاکستان نه یې په پینځو ویکټو لوبه وګټله.

د اسټرالیا وېکټ ساتونکی ماټېو وېډ د لوبې غوره لوبغاړی شو، چې د لوبې په حساسو شېبو کې یې ۴۱ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

بله نیمه پای لوبه وړمه ورځ د نیوزېلنډ او انګلینډ لوبډلو ترمنځ وه، چې نیوزېلنډ د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووت.

په دې شان پایلې سره، د ۲۰۲۱ کال د کرېکټ ۲۰ اووریز نړۍوال جام پای لوبه به بل سبا (یکشنبه د لړم په ۲۳ مه) د اسټرالیا او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ وي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله هم د کرېکټ په روان ۲۰ اوریز جام کې ولوبېدله – چې له ټولو پینځو لوبو یې دوه وګټلې او درې یې وبایللې چې په دې جام کې له وړاندې تګ بې برخې شوه.

د کرېکټ روان نړۍوال ۲۰ اووریز جام نیمه پای لوبه کې د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

شریک یي کړئ