د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې بېګاه (یکشنبه د لړم په ۲۳ مه نېټه) د ۲۰۲۱ کال نړۍوال ۲۰ اوریز جام پای لوبه د اسټرالیا او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ وشوه.
د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې په اتو ویکټو د نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه اسټرالیا ګټلې وه او د توپاچونې پرېکړه یې کړه وه، چې د نیوزېلنډ لوبډلې د ټولو ۲۰ اوورونو په لوبولو او د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د اسټرالیا لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.
د نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر کېن ویلمسن ۸۵ منډې وکړې، چې تر نورو لوبغاړو زیاتې وې.
د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې وکړای شوای چې د نیوزېلنډ ټاکل شوی هدف په نولسم اوور کې د یوازې دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي او دې سره په لومړي ځل، د ۲۰ اووریزو لوبو نړۍوال جام هم وګټي.
د اسټرالیا لپاره توپوهنه کې مېچل مارش ۷۷ او ډېوېډ وارنر ۵۳ منډې جوړې کړې چې تر نورو لوبغاړو زیاتې وي.
د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې پینځه ځل د پنځوس اووریزو لوبو نړۍوال جام ګټلی دی خو دا یې لومړی ځل دی، چې د ۲۰ اووریزو لوبو نړۍوال جام یې وګاټه.
که څه هم تر نیمه پای لوبې د انګلینډ او پاکستان لوبډلې تر نورو لوبډلو ښې روانې وې، خو نیمه پایلوبې هر څه بد کړل، نیوزېلنډ انګلینډ ته او اسټرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله هم دې نړۍوال ۲۰ اووریز جام کې ولوبېده، خو د خپل ګروپ له پینځو لوبو یې یوازې دوه وګټلې او درې یې وبایللې چې سیالیو کې له وړاندې تګ بې برخې شوې وه.