د هېواد د ځغاستې نابینا (ړوند) لوبغاړی ولي محمد نوري په لندن کې د نیمه ماراتون ځغاستې سیالیو ګټونکی شو.
نوري تېره ورځ د نیمه ماراتون ځغاستې په وروستۍ پړاو سیالیو کې د ۵۰۰ بینا ځغاستونکو ترڅنګ، لس کیلومټره ځغاسته کړې او توانېدلی دی چې د دغو سیالیو لومړی مقام خپل کړي.
افغان لوبغاړی ولي محمد نوري چې لس کاله مخکې په هلمند کې په یوې چاودنه کې د سترو بینايي له لاسه ورکړه او ړوند شو، اوس دننه په هېواد او له هېواده بهر د ځغاستې پر یوه اتل بدل شوی دی.
هغه د ځغاستې په څو سیالیو کې د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کړی دی.