د هېواد د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو په توبیر ماتې ورکړه.
د اماراتو لوبډلې لومړی پچه وګټله او پرېکړه یې وکړه چې توپ اچونه وکړي. او د افغانستان لپاره الله نور ښه توپوهنه وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.
د عربي متحده اماراتو لوبډلې په ۱۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۵۴ منډو په ترلاسه کولو بریالي شول او لوبه یې افغانستان ته بایلوده.
د توپ اچونې په برخه کې د افغان لوبډلې لپاره بلال سمیع درې ویکټې، خلیل احمد هم درې ویکټې او اظهارالحق دوه ویکټې ترلاسه کړې.
افغانستان له دې مخکې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان په وړاندې بایللې ده.
په دې اړه مو اندونه