تېره ورځ د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د افغانستان، ایران او پاکستان د مویتای لوبغاړیو تر منځ دوه ورځنۍ سیالۍ د افغانستان لوبغاړیو په بریا سره پایته ورسېدې.
په دې سیالیو کې ۲۷ افغان، ۲۵ پاکستانیو او ۲ ایراني لوبغاړي د یو بل پر خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شول. افغان لوبغاړي وتوانېدل د دې سیالیو له ۲۷ مډالونو ۲۵ مډالونه خپل کړي.
د افغانستان د مویتای ملي فدراسیون رییس مطیعالله نوري وايي: «دوه مډالونه پاکستاني لوبغاړیو واخېستل او پاتې ټول مډالونه افغان لوبغاړیو تر لاسه کړل.»
افغان لوبغاړي د ۲۵ لوبو په ګټلو او ۲ لوبو په بایللو سره د دې سیالیو غوڅ اکثریت ګټونکي اعلان شول. د پاکستانیو ۲۵ لوبغاړیو تر منځ یوازې دوه لوبغاړي په دې وتوانېدل چې خپل افغان سیالانو ته ماتې ورکړي، خو دوه ایراني لوبغاړيو په دې سیالیو کې هېڅ مډال و نه ګاټه.
د عبدالرحیم رسولي په نوم یو لوبغاړي وویل: «زما سیال پاکستانی و او زه په دې وتوانېدم چې هغه ناکاوټ کړم. د ډېرې خوشحالۍ احساس لرم.»
بل لوبغاړي محمد نعیم وویل: «د سیالیو کچه ډېره لوړه وه، تر دې مهاله په نیمروز کې په دې کچه سیالۍ نهوې تر سره شوې.»
د دې سیالیو پاکستاني لوبغاړي وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان لوبغاړیو کوربهتوب وکړي.
د احسانالله په نوم یو پاکستانی لوبغاړي افغان لوبغاړیو ته په خطاب کې وايي: «دوی ډېر پیاوړي لوبغاړي دي، ماته نه خوري.»
د وحید میرزه په نوم یو بل پاکستانی لوبغاړی وايي: «ما خپل افغان سیالان ولېدل، دوی هېڅ ماته نه مني.»
په زرنج ښار کې دې سیالیو ته ډېر زیات مینهوال ورغلي وو. ځینې مینهوال وايي، د سیالانو پر وړاندې د افغان لوبغاړیو بریاوې د دوی لپاره له خوښۍ ډکې شېبې وې.
د هېواد د مویتای ملي فدراسینو د دې سیالیو په اړه وايي، په راتلونکې کې به په نیمروز کې بیا داسې سیالۍ جوړې شي چې له ډېرو هېوادونو به پهکې لوبغاړي ګډون وکړي.
په دې اړه مو اندونه