Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژمنیو لوبو اولمپيک؛ د افغانستان د اسکي لوبغاړو ګډون ونه کړ

د ژمنیو لوبو اولمپیک د جمعې په ورځ په ۱۵ سپورټي برخو کې د نړۍ له ۹۱ هېوادونو د ۲۸۷۱ ښځنه او نرینه لوبغاړو سره په چین کې پيل شو. خو سږکال د افغانستان هېڅ لوبغاړي په دغو سیالیو کې ګډون ونه کړ.

ټاکل شوې وه په دغو سیالیو کې د افغانستان د اسکي دوه لوبغاړي سید علي شاه فرهنګ او سجاد حسیني د ۲۰۲۰ کال د تړون پر بنسټ ګډون وکړي، خو خو د سکي د فډراسیون مسوولان وايي چې هغوی د پاسپورټ د نشتوالي له امله ونه شوی کړی چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

د اسکي فډراسیون روزونکی شمس کارګر وايي:«له بده مرغه د پاسپورټ د ستونزو له امله له سیالیو پاتې شوو او څو سیالۍ مو له لاسه ورکړئ، د پاسپورټ ریاست هېڅ لوبغاړي ته پاسپورټ ورنه کړ.»

بلخوا د ملي لوبډلې ځينې پخواني لوبغاړي او د سپورټي فډراسیونونو مسوولان د هېواد غرنیزې سیمې د ژمنیو لوبو په ځانګړې توګه د اسکي لپاره مناسب ځای ګڼي.

د ټکوانډو فډراسیون روزونکی محمد بشیر تره کی وايي:«تاسو ته ښه معلومه ده چې افغانستان له بده مرغه په دوبني اولمپیک کې له ټکوانډو پرته ونه شوای کړای چې سهمیه واخلي، موږ یو فډراسیون یا سپورټي څانګه نه لرو چې په ژمني اولمپيک کې ګډون وکړای شي او یا هم سهمیه ترلاسه کړي او موږ له بده مرغه هغه امکانات نه لرو.»

د ټکوانډو د ملي لوبډلې پخوانی غړی محمود حیدري وايي:«افغانستان ساړه او له واورو ډګ ولایتونونه لري او موږ کولای شوای چې د واروې پر مخ د اسکي استازی ولرو، خو د افغانستان د اولمپيک کمزوري مدیریت او مشرتابه د دې لامل شو چې افغانستان د دغو سیالیو په ننداره چي بدل شي.»

ورته مهال د ملي اولمپيک کمېټې او بدني روزنې مسوولان په دغو سیالیو کې د افغانستان د لوبغاړو په ځانګړې توګه د اسکي لوبغاړو د نه ګډون دلیل تخنیکي ستونزې ګڼي.

د ملي اولمپيک کمېتې ویاند داد محمد ناوک وویل:«تحولات رامنځته شول تخنیکي ستونزې وې. بامیان د اسکي لپاره ښه ځای دی چې هلته باید تمرینات شوی وای؛ خو واوره نه وه او د اسکي د لوبغاړو لپاره پاسپورټ چمتو نه و.» 

د ملي اولمپيک کمېټې او بدني روزنې مسوولان په دغو سیالیو کې د افغانستان د لوبغاړو په ځانګړې توګه د اسکي لوبغاړو د نه ګډون دلیل تخنیکي ستونزې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه