Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان لوبډلې د ۱۹ کلنو مرکزي اسیا فوټ‌سال سیالیو کې ۲ مقام وګاټه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره فوټ‌سال ملي لوبډلې د سپینو زرو مډال په ګټلو سره د مرکزي اسیا اتلوالیو لوبو کې دویم مقام خپل کړ.

د دې لوبو په وروستیو مراسمو کې چې تېره ورځ د قرغزستان پلازمېنې بېشکک ښار په ګازپروم ارنا تالاره کې تر سره شول؛ د افغانستان فوټ‌سال لوبغاړیو ته په‌کې د سپینو زرو مډال ورکړل شو.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړې چې له ایران پرته ټولو لوبډلو ته یې ماته ورکړه.

په دې سیالیو کې ایران د دولسو امتیازونو په تر لاسه کولو سره اتلوالۍ او افغانستان د نهو امتیازونو په تر لاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

د افغانستان فوټ‌بال فدراسیون زیاتوي، د افغانستان یو لوبغاړی امید قنبري په دې سیالیو کې ښه وځلېده او د «تر ټولو ارزښتمن» لوبغاړي ډالۍ یې تر لاسه کړه.

په دې سیالیو کې افغان لوبډلې د ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړې چې له ایران پرته ټولو لوبډلو ته یې ماته ورکړه.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره فوټ‌سال ملي لوبډلې د سپینو زرو مډال په ګټلو سره د مرکزي اسیا اتلوالیو لوبو کې دویم مقام خپل کړ.

د دې لوبو په وروستیو مراسمو کې چې تېره ورځ د قرغزستان پلازمېنې بېشکک ښار په ګازپروم ارنا تالاره کې تر سره شول؛ د افغانستان فوټ‌سال لوبغاړیو ته په‌کې د سپینو زرو مډال ورکړل شو.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړې چې له ایران پرته ټولو لوبډلو ته یې ماته ورکړه.

په دې سیالیو کې ایران د دولسو امتیازونو په تر لاسه کولو سره اتلوالۍ او افغانستان د نهو امتیازونو په تر لاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

د افغانستان فوټ‌بال فدراسیون زیاتوي، د افغانستان یو لوبغاړی امید قنبري په دې سیالیو کې ښه وځلېده او د «تر ټولو ارزښتمن» لوبغاړي ډالۍ یې تر لاسه کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه