Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د جمناسټیک د دولسم پړاو سیالیو ترسراوی

د جمناسټیک د دولسم پړاو سیالۍ د کورنیو چارو وزارت د لوبغاړو له ګډون سره د دغې څانګې د فډراسیون له خوا د کابل ښار د کلپونو ترمنځ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې څه باندې ۱۰۰ لوبغاړو د کابل له بېلابېلو برخو او په بېلابېلو وزني برخو کې د یوې ورځې او د وړتیاو د لوړولو په موخه په کابل کې ترسره شوې.

د جمناسټيک فډراسیون د ملي لوبډلې سر روزونکی معروف سلطاني وویل:«د اولمپیک له ملي کمېټې  او بدني روزنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ ډېر ملاتړ وکړي چې موږ خپلو کلپونو او لوبغاړو ته له دې ډېره وده ورکړو.»

د کابل له یوولسو کلپونو ګډون کوونکو جمناسټیک کارانو د کابل منتخبې لوبډلې ته د لار موندنې په موخه په داسې حال کې سره سیالۍ وکړې چې د هغوی ځينې د دغې رشتې د منظم ځای نشتون د خپل پرمختګ په وړاندې له جدي ننګونو ګڼي او د اسلامي امارت او د بدني روزنې د ملاتړ غوښتنه کوي.

د کابل د تنکیو ځوانانو د لوبډلې غړی دانش وايي:«غواړم چې په راتلوونکي کې یو ښه جمناسټیک کار شم او په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړم.»

د کابل د جمناسټیک ډلې غړی میثم هم وویل:«زموږ امکانات چندان ښه نه دي، منظم او معیاري سپورټي ځای نه لرو، باید زموږ ملاتړ وشي.»

د کابل جمناسټیک لوبډلې یو بل غړی هم څرګندوي:«دا سیالۍ ډېرې مهمې دي موږ تجربه ترلاسه کوو او د ملي لوبډلې د سیالیو لپاره چمتو کېږو.»

ټاکل شوې ده چې په روان زیږدیز کال کې د ملي لوبډلې سیالۍ د مرکز او ولایتونو ترمنځ هم ترسره شي.

د جمناسټيک فډراسیون او د ترسراوي چاواکي د دغو سیالیو موخه د ملي سیالیو لپاره د غوره جمناسټيک کارانو پېژندنه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه