Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ د ملي لوبډلې د ۴۵۰ زره ډالرو د تمویلي پیسو بې برخلیکي

د افغانستان د کرېکټ بورډ وايي ۴۵۰ زره ډالره چې د ۲۰۲۱ کال د نړۍوالو سیالیو لپاره د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د تمویل لپاره ځانګړې شوې وې، نادرکه شوې دي.

کرېکټ بورډ ادعا کوي چې دغه پیسې د افغانستان د کرېکټ بورډ د پخواني رییس عزیز الله فضلي او د کرېکټ بورډ د مالي ملاتړي صدیقي ګروپ ترمنځ هوکړه یې شوې وه، برخلیک یې تراوسه معلوم نه دی.

  د کرېکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک وايي:«هغه تړون چې شتون لري د پخواني رییس له خوا مخکې بیول شوی دی، د دواړو لوریو تړونونه موجود دي. د افغانستان کرېکټ بورډ پخوانی رییس هم په جریان کې دی او له هغه سره کمپنۍ په جریان کې وه.»

 د افغانستان کرکېټ بورډ د  ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې د دې هوکړې په تړاو پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي و، چې صدیقي ګروپ د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په بدل کې د تمویلوونکي په توګه پېژندل شوی دی.

د کرېکټ بورډ غړو د مې میاشتې په ۲۶ په یوې غونډه کې په دې تړاو پرېکړه وکړه، چې دغه مسله به په جدي توګه تعقیب شي، خو تر اوسه په دې تړاو د څېړنو جزیات نه دي خپاره شوي.

د کرېکټ بورډ غړی خان جان الکوزی وايي:«بورډ د خپلې څېړنې، وېش او پلټنې لپاره ګروپ ټاکلی دی او لارښونه یې کړې ده چې دغه کس راوبلل شي، هغه تړون چې موجود دی، ژمنې چې موجودې دي استفاده چې شوې ده، څوک ګرم دی او چا بې پروايي کړې، دا باید معلومه شي.»

  د کرېکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک زیاتوي:«د افغانستان د کرېکټ بورډ اوسني مشرتابه په ځلونو له پخواني رییس او صدیقي ګروپه غوښتنه وکړه دغه پیسې د دواړو ترمنځ یې تړون شوی د افغانستان کرېکټ بورډ ته ورکړي، خو له بده مرغه تراوسه بورډ ته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی او دغه پیسې تراوسه بې برخلیکه دي.»

د څه باندې یوې اونۍ په لړ کې له پرلپسې هڅو سره سره، د صدیقي ګروپ او  د کرکېټ بورډ د پخواني رییس عزیزالله فضلي د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه