Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ بورډ د مخکیني رییس عزیزالله فضلي د نیولو په هکله رپوټونه

د راپورونو له مخې د کرېکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي نیول شوی دی.

که څه هم امنیتي سرچینې دغه راپورونه نه رد او نه تاییدوي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې ښاغلي فضلي ظاهراً د کرېکټ بورډ د ریاست د ترلاسه کولو په هڅه کې د کرېکټ بورډ مرکزي دفتر ته د ننوتو هڅه کړې، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

په هغې ویډیو کې چې ښکاري، د کرېکټ بورډ له انګلړ نه اخیستل شوې ده، ښکاره کېدونکو موټرو ته په پام سره داسې بریښي،چې ظاهراً ځیني نسبتاًجګپوړي کسان کرېکټ بورډ ته د ننوتو په هڅه کې دي.

ځینو رسنیو د دغې ویډیو په تړاو د نامشخصو حکومتي سرچینو له خولې لیکلي دي، چې ګواکې د کرېکټ بورډ پخواني رییس عزیزالله فضلي هڅه کوله چې په دغو موټرو کې د ناستو کسانو په ملتیا د کرېکټ بورډ دفتر ته دننه شي او د ځینو اسنادو په وړاندې کولو سره چې هغه هم جعلي وو، یوځل بیا د کرېکټ بورډ د ریاست څوکۍ خپله کړي. خو د رپوټونو له مخې، د هغه هڅو ځای ونه نیو او په پایله کې یې د جعل په تور د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

د کرېکټ چارو کار پوه افتخار احمد سمسور وویل:«که چېرې دا جنجالونه دوام پيدا کړي او په هغه کې کوم غیرې مسلکي ګومارنه وشي ډېر احتمال دی چې د کرېکټ نړۍواله شورا د افغانستان پر کرېکټ محدودیت وضع کړي؛ نو اړتیا ده چې د افغانستان کرېکټ وژغورل شي.»

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون امنیتي ادارو تر اوسه دغه رپوټونه نه رد او نه هم تایید کړي دي. خو کر ېکټ بورډ ته ځينې نږدې سرچینې د کرېکټ بورډ ریاست د څوکۍ د ولکه کولو لپاره د ښاغلي فضلي د هڅو خبره کوي.

د کرېکټ کارپوه بادام ګل احمدزی هم وايي:«پخواني رییس عزیزالله فضلي هڅه کوله چې د زور له لارې دغې ادارې ته ننوځي او هغه درې ځله نور هم خپل امتحان ورکړی دی او افغان علاقه مندان له هغه خوشحاله نه دي.»

 موږ هڅه وکړه ،چې د دغو رپوټونو په تړاو د کرېکټ بورډ د مسوولانو نظر او د ښاغلي فضلي غبرګون ولرو، خو بریالي نه شوو.
 
د کورنیو چارو وزارت په ګډون امنیتي ادارو تر اوسه دغه رپوټونه نه رد او نه هم تایید کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه