Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د کېک‌بوکسینګ سیالیو پيل

د کېک‌بوکسینګ د غوراوي سیالیو یولسم پړاو، د کندوز په کوربتوب پيل شو.

د افغانستان د سپورټ ادارې چارواکي وايي چې په دغو سیالیو کې، د ۲۵ ولایتونو ۱۴۰ لوبغاړي به د شپږو ورځو لپاره سره سیالي وکړی

د افغانستان د کېک‌بوکسینګ فډراسیون سرپرست عبدالرقیب عظیمي هوتک وویل: «له کوربه ولایت سره په دغو سیالیو کې له ۲۵ ولایتونو ۱۴۰ لوبغاړو د ډېره عمره، او بېلابېلو عمر لرونکو ډلبندۍ په چوکاټ کې ګډون کړی او ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.»

د افغانستان د کېک‌بوکسینګ د فډراسیون مرستیال محمد فرهاد زاهب هم وايي:«زموږ لوبغاړي، زمو ځوانان یو ذهني او فکري وده ولري، او د افغانستان د کېک‌بوکس سپورټ د هېواد په کچه د سپورټ ترمنځ ډېره همغږي او پیاوړتیا رامنځته کړي.»

ورته مهال د کېک‌بوکسینګ لوبغاړي، د سیالیو دغه پړاو ورته د رضایت وړ بولي.

لوبغاړي ناصرخان ملک‌زاده وویل:«د سیالیو کچه ډېره لوړه ده لوبغاړي له ټولو ولایتونو په ټولو وزنونو کې له ځانګړي چمتووالي سره راغلي دي، موږ هم له ځانګړي چمتووالي سره دغو سیالیو ته راغلي یوو.»

بل لوبغاړي نوراحمد نوري هم څرګنده کړه:«موږ له کندهاره راغلي یوو له هلمند، زابل او بېلابېلو ولایتونو ګډون کړی هېڅ ستونزه نشته ټول چمتو یوو.»

له دې مخکې د کېک‌بوکسینګ څانګې لوبغاړو په ایران کې په نړۍوالو سیالیو کې د هېواد لپاره ښه پایله ترلاسه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه