Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان لوبډلې د بلخ د وزلوبې ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

د بغلان د وزلوبې لوبډلې د سې شنبې په ورځ د سرپل لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته د بلخ ولایت د وزلوبې د ټورنمنټ اتلولي خپله کړه.

د بغلان لوبغاړو خپله سیاله لوبډله د ۱-۰ پایلې سره ماته کړه او د دغو سیالیو اتله لوبډله شوه.

دغه ټورنمنټ د څه باندې یوې اوونۍ لپاره د یولسو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ، ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړي د پېژندلو په منظور په بلخ ولایت کې جوړ شوی و.

د سرپل او بلخ د وزلوبو لوبډلې په ترتیب سره دویم او درېیم مقام خپل کړ.

د هېود د وزلوبې د فډراسیون چارواکو ویلي چې دغه سیالۍ ملي لوبډلې ته د وزلوبې د غوره لوبغاړي د پېژندلو په موخه په لاره اچول شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې غوره لوبغاړي به په روان زیږدیز کال کې د ازبیکستان په اسیايي سیالیو کې ګډون وکړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه