Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سریلانکا له نولس کلنې کم‌عمره لوبډلې پر وړاندې د افغانستان بریا

د افغانستان له نولس کلنې کم عمره لوبډلې د سریلانکا نولس کلنې کم‌عمره لوبډلې ته د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په‌دې بریا سره د دوه یو ورځنیو سیالیو دغه لوب‌لړۍ ۲-۰ د افغانستان په ګټه پای‌ته ورسېدله.

د افغانستان او سریلانکا تر ۱۹کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلو تر منځ د دوو یو ورځنیو سیالیو د لوب‌لړۍ دویمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، سریلانکا د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه.

د افغان ستورو په توپ‌اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک هر یوه ۳، یما عرب ۲، خلیل احمد او محمد هارون خان هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګر بهر کړ.

د سریلانکا لخوا ټاکل شوی هدف افغان ستورو د لوبې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په زیان تر لاسه کړی او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د افغانستان په ګټه نعمان شاه ۷۲ ناسوځېدلې، علي احمد ناصر ۲۵ ناسوځېدلې، جمشېد ځدراڼ ۲۲ او حزب الله دراني ۱۹ منډې ترسره کړې.

د یادوونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته په یاد سفر کې افغان ۱۹ کلنو دریو لوب‌لړیو کې برخه واخیسته چې لومړی یې له بنګله دېش لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه او ۱-۱ برابره پای ته ورسېده.

ورپسې افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په خپل منځ کې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړه اتلولي یې بنګله‌دېش په خپل نوم کړه، خو وروستۍ د دوه سیالیو لوب‌لړۍ د افغانستان او سریلانکا تر منځ تر سره شوه چې افغان لوبډلې ۲-۰ وګټله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه