معلول افغان لامبو وهونکی عباس کریمي د ۵۰ متره بټر فلای سټایل په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.
کریمي چې اوس په امریکا کې کډوال دی، د سرو زرو د دغه مډال په ګټلو سره د پارا لامبو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون اجازه هم تر لاسه کړه.
د پارا لامبو نړیوالې سیالۍ په دریو میاشتو کې د انګلستان په مانچسټر ښار کې تر سره کېږي.
دغه سیالۍ چې د امریکا متحده ایالاتو په کوربه توب ترسره کېږي، له څه مودې راهیسې د ۵۰ متره بټر فلای، ۵۰ متره فری سټایل او ۵۰ متره بیک سټروک برخو کې پیل شوې دي.
د افغانستان د پارا لامبو د ملي لوبډلې پخوانی لامبو وهونکی عباس کریمي له دې وړاندې هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د هېواد لپاره بېلابېل مډالونه ګټلي وو.