افغان سوک وهوونکي، قیس علي زاده د اسیا په کچه دویم مقام خپل کړ.
علي زاده د اسیا د ځوانانو د اتلولۍ په پای لوبه کې قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه او له نږدې دوه لسیزو وروسته یې د سپینو زرو مډال وګاټه. د سوک وهنې دغه سیالي د ۸۰ کیلو ګرام په وزن کې د علي زاده او د هغه د قزاقستاني سیال ترمنځ د سې شنبې (غويي ۱۸مه) په شپه د قزاقستان په استانه ښار کې ترسره شوه.
د هېواد سوک وهونکي په دې سيالۍ کې د افغانستان لپاره د اسيا د سپينو زرو مډال وګاټه او په نيمه پايلوبه کې يې خپل هندي سيال په ګونډو کړ.
د هېواد د سوک وهنې د فدراسيون د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ، د قيس عليزاده په ګډون د دغه ډګر لوبغاړي په راتلونکو ورځو کې په تايلنډ کې د فرانسې د پاریس د المپيک د ترلاسه کولو او په روسيه کې په نړۍوالو سياليو کې د ګډون لپاره ځي.
په دې اړه مو اندونه