د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په نړۍوال جام کې خپل سفر له یوګانډا په یوې سترې بریا پیل کړ.
افغانستان په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې هدف وټاکه.
رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدران په لومړۍ پاڼۍ کې په ترتیب سره هر یوه ۷۶ او ۷۰ منډې ترسره کړې.
په دویېمه پاڼۍ کې بیا افغان توپ اچوونکو د ۱۶ اورونو په لړ کې په ۵۸ منډو کې د یوګانډا ټول لوبغاړي و سوځول.
افغان توپ اچوونکي، فضل الحق فاروقي د ۹ منډو په ورکولو سره په څلورو اورونو کې د یوګانډا پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل جوړې په توګه په نړۍوال ۲۰ اوریزو لوبو کې د ۱۵۴ منډو په جوړولو سره د افغانستان لپاره نوی ریکارډ کېښود او د پیل لوبغاړو دا ملګرتیا د نړۍوال ۲۰ اوریز جام په تاریخ کې څلورمه لوړه ملګرتیا ده.
افغانستان به د روانې زیږیزې میاشتې په ۸مه پخپله دوېیمه لوبه کې له نوي زیلاند سره مخ شي.
په دې اړه مو اندونه