د ۲۰۲۶ نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ اسیايي ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د کوم ګول پرته مساوي پای ته ورسېده.
د دواړو ټیمونو ترمنځ دغه لوبه د سعودي عربستان په احساء ښار کې ترسره شوه.
د دغې لوبې له ۵ نمرو سره افغانستان خپله ډله کې تر کویټ وړاندې درېیم مقام ترلاسه کړ.
افغان لوبډلې دغه پړاو کې تر دې دمه دوه لوبې له ګول پرته مساوي کړي، یوه یې ګټلې او دوه نورې یې هم له هند او کویټ څخه ګټلي دي.
افغان لوبډله به د دغو لوبو په چوکاټ کې خپله وروستۍ لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۱۱مه د کویټ پر وړاندې ترسره کړي.
په دې اړه مو اندونه