د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روان شل اوریز نړۍوال جام کې اسټرالیا ته د ۲۱منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته، اسټرالیا افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه او افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره پیلیزو توپوهونکو رحمان الله ګربز ۶۰ او ابراهیم ځدراڼ ۵۱ منډې وکړې.
د توپ اچونې په برخه کې بیا ګلبدین نایب د سیالې لوبډلې څلور پیاوړي توپوهونکي مارکوز سټوینیس، ټیم ډویډ، ګلین مکسویل او پټ کمینس د لوبې له ډګره بهر او غوره لوبغاړی وټاکل شو.
نوین الحق هم د توپ اچونې په برخه کې افغانستان لپاره ښه پیل وکړ او درې لوبغاړي یې وسوځول.
افغان لوبډلمشر، راشد خان هم د اسټرالیا پر وړاندې دغه بریا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.
راشد خان زیاته کړه: « دا زموږ لپاره د یوې لوبډلې او ملت په توګه ستره بریا ده. اسټرالیا ته ماتې ورکول ډېره ښه ده، دا هغه څه دې چې موږ د ۲۰۲۳ یو ورځني نړۍوال جام او ۲۰۲۲ شل اوریز نړۍوال جام کې له لاسه ورکړي وو.»
د نړۍوال جام دویم پړاو (اتو غوره لوبډلو) کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه هند ته د ۴۷منډو په توپیر بایللې وه.
د هند پر وړاندې تر ماتې وروسته، دغې سترې بریا د نړۍوال جام نیمه پای لوبې ته د افغانستان هیلې ژوندۍ کړې.
افغان لوبډله به د نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله درېیمه لوبه سه شنبه (د جون ۲۵مه) د بنګلدېش پر وړاندې ترسره کړي.
په دې اړه مو اندونه