Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ شپږیزې لیګ نهم پړاو به تر راتلونکو لسو ورځو په کابل کې پیل شي

د کرېکټ د شپږیزې لیګ نهم پړاو لیګ به تر راروانو لسو ورځو د کابل د کرېکټ په لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولانو د یک‌شنبې ورځې له غرمې وروسته، په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال چې، د ملي لوبډلې لوبغاړو په ځانګړې توګه راشد خان په‌کې حضور درلود، د دغو سیالیو په تړاو جزیات وړاندې کړل.
 
د کورني کرېکټ مسوول نظم جار عبدالرحیم‌زی وايي:«د شپږیزې لیګ د لوبو د ښه‌والي لپاره معیاري وسایل مو له بهره افغانستان ته راوړي چې، د داورۍ په برخه کې به ډېر ګټور پرېوځي.»

په دغو سياليو کې د بست، امو، مس عينک، بندامير او سپين غر لوبډلې ګډون لري او د اتلولۍ جام د ګټلو لپاره به دیارلس ورځې د یو بل پروړاندې سیالۍ ترسره کړي.

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسوول احمد شاه سلیمان خېل په دې هکله وویل:«د بند امیر لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي، د مس عینک لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، د سپين غر لوبډلمشر راشد خان، د بُست لوبډلمشر رحمت‌شاه او په پای کې د امو لوبډلمشر هم عظمت‌الله عمرزی دی.»

مسوولان دغه‌راز زیاتوي، چې په شپږیزه لیګ کې ګډون کوونکي لوبغاړي له یوې ازموینې وروسته د پنځو لوبډلو په اډانه کې غوره شوي دي.

د کرېکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې مسوول ولي امین وویل:«د کرېکټ بورډ پرېکړه همدا ده چې، د لوبډلو شمېر کم شي او پر کیفیت تمرکز وشي. که‌چېرې لوبې د اتو لوبډلو په چوکاټ کې جوړې کړو، څه باندې ۸۰ لوبغاړي به وي.»

د کرېکټ بورډ د غوراکي کمېټې غړی میرمبارز هم وايي:«د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي مو په مساوي ډول ټولو لوبډلو ته غوره کړل چې، د لوبډلو انډول په پام کې نیول شوی وي.»

د شپږیزې لیګ د نهم پړاو دیارلس ورځنیو لوبو په لړ کې ۲۱ لوبې ترسره کېږي چې، د روان زېږدیز کال د اګسټ پر دولسمه د کابل په کوربتوب پیلېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه