د افغانستان د پاراتکواندو پخوانۍ لوبغاړې د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برنزو مډال ترلاسه کړ.
ذکیه خدادادي چې د پارالمپیک د کډوالو په لوبډله کې لوبیږي، د روانې اوونۍ د پنجشنبه پر ورځ له کیوبا د خپلې سیالې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شو چې د ۲۱ پر ۱۱ توپیر سره یې ستره ماتې ورکړه او د دغو سیالیو د تو غوره پړاو ته یې لاره ومونده.
خدادادي تر دغې بریا وروسته د خپلۍ ترکۍ سیاله هم ماته کړه او د برنزو مډال ته یو بل ګام هو نږدې شوه.
د پارالمپیک په سیالیو کې دغه افغان لوبغاړې ټاکل شوې وه چې د خپلې مراکشۍ سیالې پر وړاندې ولوبیږي خو سیاله یې د ټپي کېدو له امله لوبې ته حاضر نشو چې په پایله کې ذکیه خدایدادي د پارالمپیک سیالیو د برنزو تاریخي مډال وګټه.
د پارا المپیک په دغو سیالیو کې د تکواندو افغان لوبغاړی، ابراهیم دانشي هم د افغانستان استازولي کوي.
په دې اړه مو اندونه