د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به تر راتلونکې یوې اوونۍ د اسیا کلپونو په سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړي.
د والیبال ملي لوبډلې مسوولین او روزونکي دغو سیالیو کې د ګډون په موخه د ملي لوبډلې چمتووالی ښه یادوي او د دغې لوبډلې پر ملاتړ ټینګار کوي.
د مسوولینو په خبره، د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د هېواد له ګوټ ګوټه ۳۰ لوبغاړو ګډون درلود، چې ۱۴ تنه یې ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.
د بدني روزنې او ورزش مسلکي مرستیال حافظ احمد جان و ويل: « هره اوونۍ د لوبغاړو د هرکلي لپاره مراسم ترسره کوو، ځکه لوبغاړي په یوازې او ګروپي توګه د هېواد لپاره مډالونه ګټي.»
د والیبال فدراسیون مسلکي مرستیال نثار احمد حنفي و ویل: « د دغه تمریناتي کمپ موخه د ښې ملي لوبډلې درلودل و او دغه لوبډله ایران ته د اسیایي کلپونو د لوبو په موخه لاړه شي چې د دغه هېواد په یزد ښار کې ترسره کېږي.»
د اسیا کلپونو په کچه دغه سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د لسو غوره کلپونو ترمنځ د روانې زېږیزې میاشتې په لسمه نېټه د ایران په کوربتوب پیلېږي.
د والیبال ځینې ملي لوبغاړي چې پلازمېنه کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې په تمریناتو بوخت دي له دغو تمریناتو او ملي لوبډلې ته پر غوره کېدو خوښي څرګندوي.
لوبغاړي، حزیر اصفي و ویل: « موږ له اسلامي امارته غواړو، چې ملاتړ مو وکړي، څو په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړو او وکولای شو د هېواد لپاره ښې لاسته راوړنې ولرو.»
د هېواد د والیبال ملي لوبډله به تر دغو سیالیو وروسته د افغانستان په استازولۍ د مرکزي اسیا په سیالیو کې ګډون وکړي.
په دې اړه مو اندونه