بامیان کې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې ۲۰ روزنیز کمپ پیل شو.
دغه لوبغاړي ایران کې د تور اذربایجان بایسکل ځغلونې په سیالیو کې د ګډون په موخه تمرینات ترسره کوي.
د افغانستان د بایسکل ځغلونې فډراسیون مسوولین وایي، له افغانستانه به د ایران په تور اذربایجان په راتلونکو سیالیو کې یوه نهه کسیزه لوبډله ګډون وکړي.
د بایسکل ځغلونې دغه لوبغاړي چې کورنیو سیالیو کې د لاسته راوړنو په پایله کې د ایران یادو سیالیو ته غوره شوي دي، خوښ بریښي.
دوی دغو سیالیو کې د ښو لاسته راوړنو ډاډ ورکوي.
ایران کې د تور اذربایجان دغه سیالۍ د روان زېږیز کال د اکټوبر په شپږمه د افغانستان په ګډون د څه باندې لسو هېوادونو ترمنځ د زر کیلومټرۍ په واټن کې په پنځو پړاوونو کې ترسره کیږي.
په دې اړه مو اندونه