د سویلي افریقا ملي لوبډله له افغان لوبډلې سره د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه تېره ورځ (شنبه) ناوخته متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده.
افغان لوبډله بیا وار دمخه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې دغې لوبلړۍ ته پر چمتووالي بوخته ده.
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ به د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
دغه لوبلړۍ به د روانې زېږیزې میاشتې تر ۲۲مې دوام وکړي.
افغان لوبډله داسې مهال د سویلي افریقا پر وړاندې لوبېږي چې تر دې وړاندې نیوزیلنډ سره د افغانستان یوازینۍ ټسټ سیالۍ چې ټاکل شوې وه د هند په ګریټر نویډا ښار کې ترسره شي، په دغه ښار کې د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه.
په دې اړه مو اندونه