Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات د باسکټبال ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو اتلولي وګټله

 د هرات باسکټبال لوبغاړو ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې د کابل لوبغاړو ته د ۷۱ پر ۶۳ په توپیر ماتې ورکړه. 

د هرات او کابل لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ تېره ورځ (شنبه) ترسره شوه. 

باسکټبال فډراسیون مسوولین او روزونکي ملي لوبډلې ته د غوراوي لپاره دغه سیالۍ ګټورې ګڼي. 

د هرات د باسکټبال فډراسیون مسوول، شریف احمد رسولي و ویل: « د افغانستان باسکټبال اوس په ښه وضعیت کې دی، تاسو نن ملي لوبډلې ته د غوراوي لپاره د ۱۰ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د باسکټبال سیالیو شاهدان وی او په پای کې هرات د کابل لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.» 

د باسکټبال ملي لوبډلې روزونکي، عبدالتواب نیکجو هم و ویل: « د باسکټبال فډراسیون غوراوي کمېټې وکولای شول چې د دغو سیالیو په پای کې د باسکټبال ملي لوبډلې ته ۱۸ لوبغاړي غوره کړي او له نیکه مرغه د لوبو د ترسره کولو کچه ډېره ښه وه.» 

د باسکټبال لوبغاړي د دغو سیالیو پر ترسره کېدو خوښي څرګندوي او له مسوولینو او سوداګرو غواړي چې ملاتړ یې وکړي.

د هرات د باسکټبال لوبډلې لوبغاړی، سید امین سادات وایي: « د هرات لوبډلې له تېرو دوو میاشتو تمرینات ترسره کړي او په پایله کې یې د سیالیو اتلولي هم خپله کړه او هېره دې نه وي چې د هرات لوبډلې تېر ځل هم اتلولي ترلاسه کړې وه.» 

د دغې لوبډلې یو بل لوبغاړي، سید امیري و ویل: « په ټوله کې د دغې برخې ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالیو لپاره د هرات لوبډلې ښه چمتووالی درلود او هیله من یم چې ملي لوبډلې ته ډېری لوبغاړي د هرات له لوبډلې غوره شي.» 

د باسکټبال د دغو سیالیو په پای کې د باسکټبال فډراسیون له لوري ملي لوبډلې ته ۱۸ لوبغاړي غوره شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه