د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د ۵۰ اووریزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د دوشنبې په ورځ د بنګله دیش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شوه.
دغه سیالي د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې د بنګله دیش له لوري په توپ وهنې سره پیل شوه.
په پای کې د بنګله دیش ملي لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۸ ویکټو په له لاسه ورکولو سره د افغانستان ملي لوبډلې ته ۲۴۵ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان په توپ اچونه کې عظمتالله عمرزي د بنګله دیش پر وړاندې تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د حشمتالله شهیدي په لوبډلمشرۍ افغان لوبډله د توپ وهنې لپاره میدان ښکته شوه.
په پای کې د کرېکټ ملي لوبډلې د رحمانالله ګربز په ځلېدو سره په توپ وهنه کې د بنګله دیش ټاکل شوی هدف یوازې د ۵ ویکټو په له لاسه ورکولو پوره کړ او دغه لوبه یې په اتلولۍ پایته ورسوله.
په دې اړه مو اندونه